دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ابراهیم شینواری د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه ونومول شو

ابراهیم شینواری د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه ونومول شو

د ولسمشر غني د یوه حکم په اساس، د پوهنې وزیر حنیف بلخي له خپلې دندې لیرې، او پر ځای یې ځوان افغان ډاکترمحمد ابراهیم شینواری د افغانستان د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د ولسمشر په یوه حکم کې چې رسنیو ته رسېدلی، ښاغلی شینواری د دغه وزارت لپاره ولسي جرګې ته د نوي کاندید تر معرفي کېدلو پورې د وزارت د «وارسي کننده» په توګه یاد شوی دی.

ابراهیم شینواری د طب ډاکتر دی خو له مختلفو ملي او بین المللي ادارو سره یې د مدیریت په برخو کې کار کړی او له څو کالونو راهیسې د پوهنې وزارت د مرستیال په توګه کار کوي.

ویل کیږي چې محمد ابراهیم شینواری په خپل تېر کار کې بریالی وو، او ولسمشر هغه ته په خپل نوي کار کې د لا نور بري هیله کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *