پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / احمدزی: د ټاکنیز کمیسیون مشرۍ ته به دوام ورکوم

احمدزی: د ټاکنیز کمیسیون مشرۍ ته به دوام ورکوم

د افغانستان ولسمشر د یوه حکم په بنسټ ددې هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی. پر هغه د کمکارۍ نیوکې وې، خو ښاغلي احمدزي بیا د ولسمشر دا کار د قانون خلاف بللی.

دا کار داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلافونو په اړه راپورونه هم ورکړل شوي دي. ښاغلي احمدزي رسنيو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې دی به د تېر په څېر په خپله دنده پاتې شي او د مشرتابه په توګه به د ټاکنو د کمېسیون چارې پرمخ بیايي.

د ولسمشر په فرمان کې اړوند ادارو ته ویل شوي، چې د نویو کاندیدانو نوملړ د کمېسیون غړیو ته وسپاري. ښاغلی احمدزی یو کال مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو له لوري ټاکل شوی و.

د ولسمشر غني د حکومت له لومړي سره د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو خبرې کېدې او له ډېر مودې ځنډ وروسته د کمېسیون نویو غړیو پر کار پیل وکړ.

د ۲۰۱۶ کال نومبر کې د افغان ولسمشر له لوري د ټاکنو کمېسون او د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسون کمېشنرانو له ټاکل کېدو وروسته افغان مشرتابه ویلي و، ټاکنیز سمونونه او د نویو ټاکنیزو کمیسیونونو رامنځ ته کول د ملي یووالي د حکومت د هوکړې له اصلي مادو څخه وو، چې په وینا یې د ملي یووالي حکومت مشرانو یوه ژمنه عملي شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *