اردوغان امریکا ته خبرداری ورکړچې بیت المقدس د مسلمانانو لپاره سره کرښه ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا لخوا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د منل کیدو په صورت کې به د ترکیې او اسراییلو ترمنځه ډیپلوماتیکي اړیکې ډیر ستر زیان وویني.
ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند غونډې ته په وینا کې وکړې.
هغه وویل چې بیت المقدس د مسلمانانو لپاره سره کرښه ده. هغه خبرونه چې ګواکې ټرمپ غواړي چې بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه ومني ډیر رنجولي او خفه کړي یو.
ولسمشر اردوغان د امریکا په ولسمشر غږ وکړ ښاغلی ټرمپ ! بیت المقدس د مسلمانانو سره کرښه ده. ستاسې دا پریکړه به د ترکیې او اسراییلو ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د ختمولو په بیه تمامه شي. مونږ له دې ځایه یو ځل بیا امریکا ته خبرداری ورکوو. داسې یو ګام پورته کولی نشئ. ایا امریکا هر څه ختم کړل او هر څه يي ګل او ګلزار کړل چې اوس دا ډول ګام اوچتوي. .
ولسمشر اردوغان وویل چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د دوره يي مشر هیواد په توګه به دا مسله تعقیب کړو.
که چیرې امریکا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د رسمیت پیژندو اړوند کوم ګام اوچتوي نو مونږ به په پنځو یا لسو ورځو کې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د غړیو هیوادونو د مشرانو بیړنۍ سرمشریزه استانبول کې جوړه کړو.