پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ارزګان کی د مخابراتي شبکو تړلوخلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

ارزګان کی د مخابراتي شبکو تړلوخلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او د ولسوالېو یو شمېر خلکو وویل چې په دغه ولایت کې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې وسله والو طالبانو ټولې مخابراتي شبکې تړلي او په خبره يې چې دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي چې له خپلو کورنیو او خپلوانو سره هېڅ اړیکه نشي نیولای او دولت باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

د ارزګان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا د برخې مسؤل جاوید خپلواک وویل چې په دغه ولایت کې مخابراتي شبکې ټولي د ناامنۍ له امله غیر فعاله او په خبره یې چې مخابراتي شبکې به تر هغو تړلې وي، څو چې ارزګان ولایت له وسله والو طالبانو تصفیه نشي.

وسله والو طالبانو که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې مخابراتي شبکې ځکه تړي چې افغان او بهرني ځواکونه د پټو معلوماتو لپاره ترې ګټه پورته کوي

دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې په دغه ولایت کې د خلکو پر مخ مخابراتي شبکې تړلي شوي، بلکې زیات شمېر ښوونځي، نښلوونکې لارې او شااوخوا۵۰ روغیتايي مرکزونه هم له شااوخوا دوو میاشتو راهیسې د ناروغانو پرمخ تړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *