شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / اروزګان کې ناامنيو د زده کړې مخه نیولې

اروزګان کې ناامنيو د زده کړې مخه نیولې

د اروزګان ولايت يو شمېر زده کوونکي وايي، په خپلو سيمو کې د ناامنۍ له کبله مرکز ترينکوټ ته کډه شوي او زده کړې يې نيمګړې پاتې دي.
دوی زياتوي، په ترينکوټ کې ځينو کډوالو زده کوونکو ته کتابونه نه دي رسېدلي، څوک پرته له دې، چې د حاضرۍ په کتاب کې يې نوم ثبت شي، زده کړې کوي، خو يو شمېر نور بيا له هر څه بې برخې دي.
د ولسواليو ځينې زده کوونکي له دولته غوښتنه کوي، چې د لرې پرتو سيمو زده کوونکو لپاره دې په ترينکوټ کې يوه ليليه فعاله کړي.
په ورته وخت کې د اروزګان والي محمد نذير خروټي ډاډ ورکړ، چې د زده کوونکو ټولې ستونزې به حل کړي او هغوی ته به تړلي ښوونځي بېرته پرانيزي.
د يادونې وړ ده، چې په اروزګان ولايت کې زيات شمېر ښوونځي د ناامنۍ او يا نورو ستونزو له کبله د زده کوونکو پر مخ تړلي او زرګونه زده کوونکي د زده کړې له نعمته بې برخې پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: