پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / اروپايي ټولنه سبادافغانستان لپاره نوې ستراتیژۍ اعلانوي

اروپايي ټولنه سبادافغانستان لپاره نوې ستراتیژۍ اعلانوي

اروپايي ټولنه غواړي چي سبا دوشنبه د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژي تړون لاسلیک کړي ترڅوددې هیواد په سیاست وضعیت کې نوی بدلون راولي.

په همدې ا ړه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به سبا په لوکزامبورګ کې غونډه راوبولي ترڅو د نورو موضوعاتو ترڅنګ به د افغانستان لپاره پر خپله ستراتيژۍ خبري کوي.

دیوې سرچینې په حواله چي اروپايي ټولنه غواړي دافغانستان کې دحکومت جوړښت په موخه پېښ خنډونه لیرې کړي، ویل شوي چې د افغانستان لپاره د هغوی په نوې ستراتېژۍ کې پینځه اساسي موضوعات په پام کې نیول شوي  چي دهغوی له مخې به خبرې ترسره کیږي دهغوی له جملې څخه سوله او ثبات، سیمه ییز امنیت، ډیموکراسي، د قانون حاکمیت او بشري حقونه، اقتصادي او بشري پراختیا پروګرامونه، خودې سره ،سره دکډوالي او د افغانو ښځو ملاتړ هغه مهم ټکي بلل شوي دي چې یاده ټولنې یې  په خپله نوې ستراتېژۍ کې دموضوع تمرکز متن ګڼي.

اروپایې ټولنه دافغانستان په راتلونکې کې دپام وړ اقدام کولای شي ،داټولنه د افغانستان له خلکو او حکومت سره د خپل تعهد پر دوام ټینګار کړی.

خوځینې کارپوهان بیا دډیورنډ دکرښې موضوع په اړه دډيرحساس دي چي اروپا نه غواړي ډیورنډ کرښه دې افغانانوته ورکړل شي دهمدې لپاره دپاکستان سره تلپاته اړیکې لري.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: