شنبه , مې 15 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ارګ: د پوهنې ښه والي لپاره ظرفيت، فرصت او علمي اراده شته

ارګ: د پوهنې ښه والي لپاره ظرفيت، فرصت او علمي اراده شته

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د مدني ټولنې د يو شمېر فعالانو په حضور کې تېره ورځ د هېواد د پوهنې کيفيت د ښه والي او لوړولو په هدف غونډه وشوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې غونډه کې، چې په ارګ کې وشوه، د مدني ټولنې غړو په هېواد کې د پوهنې وضعيت په اړه خبرې وکړې او د پوهنې سکټور د پياوړتيا په خاطر يې خپل ليدلوري له جمهور رئيس سره شريک کړل.
هغوی دغه راز د تعليمي نصاب د محتوا او کيفيت د ښه والي، له معارف سره د خلکو د همکارۍ د ونډې، د استخدام پروسو کې د اصلاحاتو او روڼتيا، د کار بازار سره د پوهنې د اړيکې، د ښوونيزې ټکنالوژۍ د ارزښت او د مسلکي او حرفوي ښوونځيو د جوړېدو په اړه خپل نظريات مطرح کړل.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، د يادو مسايلو د پلي کېدو لپاره فرصت، ظرفيت او عملي اراده شته او بايد دا ليدلوري په ګټورو برنامو بدل شي.
هغه زياته کړه، حکومت غواړي د مدني ټولنې په همکارۍ د پوهنې د نصاب شته خلاوې او ستونزې وارزوي او مناسبې حل لارې ورته ولټوي.
د نوموړي په خبره، د بشري قوا عالي شورا جوړه شوې او د مدني ټولنې له غړو يې وغوښتل، چې په راتلونکو غونډو کې د هېواد د پوهنې وضعيت د ښه والي په اړه خپل رغنده ليدلوري ترتيب او له دې شورا سره شريک کړي.

 

يوه تبصره

  1. การที่จะใช้สเต็ปนี้นั้น เราจำต้องมองห้องหน้าล็อบบี้ก่อนว่า
    ณ ห้องนั้นๆมีเค้าไพ่ลักษณะแบบใด แล้วก็มีเค้าไพ่ที่มีลักษณะแบบคู่ไหม
    และจะใช้ได้ตอนไหนที่เค้าไพ่สเต็ปนี้เริ่มปรากฏตัวออกมา เราจะมายกแบบอย่างกันว่าควรใช้เคล็ดวิธีนี้ยังไง สเต็ป3-3 ก่อนอื่นเลยคือดูที่เค้าไพ่ล่าสุดว่ามีเค้าไพ่ที่ออกมาเรียงกัน3ไม้หรือไม่ หากออกมาในรูปแบบนี้ จัดแจงวางเครดิตตัดสวนได้เลย
    เป็นต้นว่า สีแดงออกมาแล้ว3ไม้
    ไม้ที่4-6ตัดสวนด้วยอีกฝั่งได้เลย ซึ่งนั่นก็คือ สีน้ำเงิน

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *