د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ۱.۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د سړک او روغتون جوړولو او بېلابېلو تجهیزاتو په ګډون دلس نويو پروژو د تړونونو د ورکړې غوښتنه له ارزونې وروسته تائید شوه چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
د جوزجان ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړولو قرارداد؛
· د کاپیسا ولایت په کرهتازه سیمه کې د ۱۱ کیلو متره سړک جوړولوقرارداد؛
· د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ له بیدک څخه تر سروان سیمې د اوبو بهېدنې د لښتیو په ګډون د ۱۹.۳۵ کیلومتره پوخ سړک جوړولو قرارداد؛
· د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت استوګن سفارت د ودانۍ جوړولو قرارداد؛
· د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ د ترکمن کانال د بیارغونې قرارداد؛
· د کابل ښاروالۍ د اړتیا وړ وسایطو تجهیزاتو د تدارک قراداد؛
· د کابل ښار له بره کي سړک څخه تر سرای شمالي پورې او د قلعه زمان خان سړک د اړتیا وړ غاړو تېږود ۴ قلمه تدارک قراداد؛
· دکورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ ۲ قلمه مخابروي وسایلو تدارک قراداد؛
· د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ ۲۴۰ متحرکو او ثابتو امنیتي کمرو او ۵۹ قلمه پرزه جاتو د تدارک قرارداد؛
· د ملي دفاع وزارت اړتیا وړ د اور وژنې او اور ضد (ضدحریق) ۱۲ قلمه ملزمه تجهیزاتو د تدارک قراداد؛
سربېره پردې په بېلابېلو ولایتونو کې د سرکونو د پروژو د ۱۲ قراردادونو د مودې د تمدید په اړه د فواید عامې وزارت وړاندیز چې د امنیتي، اجتماعي او موسومي دلایلو له امله یې کار درېدلی وو د بیا پیلولو او پاتې چارو د بشپړولو په خاطر د کمېسیون له لورې منظور شو چې لاندې پروژې په کې شاملې دي:
· له شبرغان څخه تر درزاب پورې د سړک جوړولو او بیارغونې پروژه؛
· د هرات ولایت د زنده جان څخه تر پل غوریان پورې د سړک جوړولو پروژې لومړۍ او دوېمه برخه؛
· له شهرستان څخه تر دایکنډي د سړک د بیارغونې د پروژې لومړۍ برخه؛
· د هرات ولایت پشتون زرغون سړک جوړولو پروژه؛
· د لغمان ولایت له عمرزیو څخه تر مهترلام بابا پورې د سړک جوړولو او بیارغاونې پروژه؛
· د دایکنډي ولایت له شهرستان څخه تر قوناق کوتل پورې د سړک جوړېدو پروژه؛
· له دایکنډي څخه تر شهرستان پورې د سړک جوړولو او بیارغاونې پروژې پنځمه برخه؛
· د تره خېلو تنګي سرک، قیر فابریکې نه د تره خیلو، ده سبز ولسوالۍ مرکز میرعلم قلا، قلعه بالای ده یحیی، پاچاصاحب پایمنار او د قصبې عمومي سړک جوړولو پروژه؛
· د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ د سنګلاخ درې سړک جوړولو او بیارغونې پروژه؛
· د نورستان ولایت له پلدهن نه تر منډول د دوآب سړک جوړېدو او بیارغاونې پروژې لومړۍ او دوېمه برخه؛
بل پلو د لوګر ولایت دڅرخ ولسوالۍ د اوبو برېښنا تولید کوچنۍ پروژې جوړېدو قراداد د مودې تمدید غوښتنه هم تصویب شوه.
جمهوررئیس غني د سړک پروژو کې د تحرک رامنځته کېدو له امله د فوایدعامې وزارت وروستي اقدامات وستایل او ټېنګار یې وکړ، دغه وزارت دې د اوسنیو پروژو د بشپړولو او قراردادي شرکتونو د کار زیاته څارنه او پاملرنه وکړي.
دغه راز ملي تدارکاتو کمېسیون د پکتیا ولایت د مچلغو بند د ابتدایي ارزونې راپور وارزاوه او د راتلونکې پروسې د لا چټکې بشپړتیا په خاطر یې لازمې لارښوونې وکړې.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، د یادو تدارکاتي پروژو بهیر د بشپړېدو په موخه دې د انرژۍ او اوبو وزارت، تدارکاتو ملي اداره او د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ګډې هڅې وکړي او ډېر ژر دې موضوع بیا د تدارکاتو ملي کمېسیون ته د لازم تصمیم په خاطر وړاندې کړي.
بل پلو د زابل ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو قراداد ورکړه د تدارکاتي اسنادو د لا زیاتې اروزنې په موخه بېرته ور وګرځول شوه.
ملي تدارکاتو کمېسیون دغه راز په کندهارکې د عمر فاروق (رض) جامع جومات د جوړولو پروژې په اړه د ښار جوړولو او سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې پر وړاندیز غور وکړ او د ښار جوړولو وزارت یې مکلف کړ چې له سیمې څخه کتنه وکړي او د پروژې د وروستیو مرحلو په موخه دې خپل راپور د افغانستان اسلامي جمهوریت کابیني ته وړاندې کړي.
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د رئیس او غړو ترڅنګ د ملي شورا د مالي او بودجې کمیسیون، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون، سیګار، غوڅ ملاتړ سیستیکا او د افغانستان د شفافیت څار ملي او بین المللي څارونکو حضور درلود.#