سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ارګ ماڼی وایي د ۲،۴ میلیارډ افغانیو په ارزښت ۱۰ نوې پروژې منظور شوي – خامه پرس پښتو

ارګ ماڼی وایي د ۲،۴ میلیارډ افغانیو په ارزښت ۱۰ نوې پروژې منظور شوي – خامه پرس پښتو

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو کمیسیون د نوې غوندې په لړ کې ۱۰ نوې پروژې د ۲،۴ میلیارډ افغانیو په ارزښت منظور شوي دي.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه او په دې غونډه کې د سړک د جوړولو، لوژستیکي موادو او بېلابېلو تجهیزاتو په ګډون  د ۲.۴ میلیارد افغانیو په ارزښت د۱۰ نویو پروژو د قرارداد د ورکړې غوښتنه تائید شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په منظور شویو پروژو کې د کندهار سپین بولدک د سړک د لومړۍ برخې جوړولو قرارداد ورکړه، له زرغون ښار څخه د پکتیکا ولایت وازه خواه پورې د سړک د اول لاټ د دویمې برخې جوړولو د قرارداد ورکړه، او د کابل ښاروالۍ د اړتیا وړ پنځه قلمه ساختماني موادو د تهیه او تدارک قرارداد ورکړه شامل دي.

نورې پروژې چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې د ننګرهار ولایت دکامې ولسوالۍ له نواباد څخه تر سنګر سرای پورې د سړک د لومړۍ او دویمې برخې جوړولو قرارداد ورکړه، د کندهار برېښنا ریاست لپاره د جنراتورونو د اړتیا وړ ۶۸ قلمه پرزه جاتود قرارداد ورکړه، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ لپاره د ۸۶ قلمه برقي تجهزیاتو د تدارک قرارداد ورکړه شامل دي.

ارګ ماڼی وایي، ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قطعاتو او جزوتامونو د ۷قلمه لوژیستیکي عینیاتو د قرارداد ورکړه، د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي قول اردوګانو د جزوتامونو د درې قلمه مفروشاتي اجناسو د قرارداد ورکړه، د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي جزوتامونو د اړتیا وړ کرېډیټ کارتونو الکترونیکي انتقال د قرارداد ورکړه، د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۱ سیلاب او ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو د قطعاتو او خاص مرکزي جزوتامونو د ۴۳ قلمه مفروشاتي موادو پروژې هم منظور کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: