پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / قبايل / ازغن سيمو به ډېر ژر د پاکستان په کباړخانو وپلورل شي

ازغن سيمو به ډېر ژر د پاکستان په کباړخانو وپلورل شي

افغانستان ټرايبل ـ په خوست کې د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو قومي مشران وايي چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن سیم لګول د لر او بر پښتنو تر منځ بېلتون نه شي راوستلی.

دوى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان له تېر کال راهيسې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم لګولو لړۍ پيل کړې ده.

قومي مشران وايي پاکستان به بيا هم د امنيتي ستونزو په بهانه کولو په ځينو سيمو کې اغزن سيمونه وغځوي، خو ډېر ژر به د پاکستان په خپلو کباړخانو کې وليدل شي.

قومي مشران وایي د پولې په دواړو خواوو کې پراته قومونه پر ژبني او قومي تړون سربېره د خپلوۍ رشتې لري او ازغن سيمو نه او دیوالونه نه شي کولای د دوی ترمنځ د بېلتون نوې کرښې راکاږي.

قومي مشر سلطان مير وويل، د پاکستان سره د ډيورنډ کرښه ورته هېڅ دول رسميت نه لري: (( دا دزور او جبر کرښه ده، دې کرښې نه پخوا قومونه ويشلي او نه یې اوس ويشلی شي.))

قوي مشران وايي پاکستان هڅه کوي چې د ناامنيو به بهانه کولو د ديورنډ نامنل شوې کرښې ته رسميت ورکړي او دوی به هېڅ وخت دې کار ته اجازه ودنه کړي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي د پولې په اوږدو کې اوسنۍ ناامني د همدې لپاره ده چې پاکستان يې تر شا پټ اهداف لري. د دوی په فکر يو هدف يې همدا د ازغنو سيمونو غځول دي. خو پاکستان نه شی کولای په دې کار سره د ډیورنډ نامنل شوې کرښې ته کوم جواز پيدا کړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: