د افغانستان اسلامي حزب وايي، په راتلونکو ورځو کې به په کابل ښار کې یوه لویه غونډه جوړه کړي.
د اسلامي حزب د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې، چې په راتلونکو ورځو کې دایرېږي، د افغانستان روان حالات او د هیواد په چارو کې د اسلامي حزب راتلونکی رول څېړل کېږي.
اسلامي حزب وايي چې دا غونډه به، چې تابیا یې د دغه ګوند مرکزي شورا کړې ده، د اسلامي حزب یوه تر ټولو ستره او تاریخي غونډه وي.
ویل شوي چې په زرګونو کسان به په غونډه کې ګډون وکړي.
اسلامي حزب هیله لري چې دا غونډه به د افغانستان پر روانو حالاتو مثبت اغېز ولري.
حکمتیار روانه اوونۍ د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې وویل چې په راتلونکو انتخاباتو کې به فعاله ونډه ولري.