شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / اسلامي هېوادونو پر امریکا د بندیزونو غوښتنه وکړه

اسلامي هېوادونو پر امریکا د بندیزونو غوښتنه وکړه

ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان سرمشریزې په یوه خبرپاڼه کې له “اقتصادي او سیاسي بندیزونو” په ګټې اخیستو سره د فلسطینیانو د ساتنې په موخه له امریکا غوښتي قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه ونه پېژني.

د ۵۸ مسلمانو هېوادونو مشرانو په دې سرمشریزه کې له نړۍ وغوښتل چې “فلسطین په رسمیت وپېژني او ختیځ بیت المقدس یې پلازمېنه وګڼي”.

په خبرپاڼه کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پرېکړه چې قدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړی و، باطله او بې اعتباره وګڼل شوه او له امریکا یې ددغې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) په فوق العاده سرمشریزه غونډه کې په تونده لهجه اسراییل ترهګر حکومت ‘ بللی دی.

دغه یوه ورځنۍ غونډه پای ته رسېدلې او له هغه وروسته راوبلل شوه، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییل پلازمېنې په توګه ومانه.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: