پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / اسلام اباد ترهګرو سره د isi اړيکې نه مني

اسلام اباد ترهګرو سره د isi اړيکې نه مني

اسلام اباد د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز د جنرال جوسف ډنفورډ د هغو څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښود چې ویلي یې ول د پاکستان پوځ استخباراتي ادارې یا ISI له ترهګرو سره اړیکې لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا نن خبریالانو ته وویل، چې د پاکستان حکومت په وار وار دغه تورونه رد کړي ځکه پاکستان له خپل خاورې څخه د ترهګرو د لمنځه وړولو په خاطر کافي کارونه ترسره کړی دی او د ترهګرو پر ضد عملیات له کوم توپیر پرته ترسره شوي.

نوموړی ادعا وکړه چې د پاکستان په خاوره کې دا مهال د ترهګرو لپاره امن ځایونه هیڅ وجود نه لري. د ښاغلي ذکریا په وینا، د ترهګرو امن ځایونه د افغانستان په هغو سیمو کې شتون لري چې د دولت تر واک لاندې نه دي.

خو افغان شنوونکي وايي د وسله والو ترهګرو ځالې د پاکستان په خاوره کې دي، د دوی په وينا اسلام اباد او د هغه هيواد فوځ د ترهګرو پر ضد هغسې اقدام نه دی کړی، چې ځالې يې ورانې شي.

دا څرګندونې داسط مهال کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جوسف ډنفورډ د سه شنبې په ورځ د امریکا سنا د وسله والو پوځ په کمیټه کې د وینا په مهال تائید کړه چې د پاکستان پوځ د استخباراتي ادارې (آی اس آی) له ترهګرو سره اړیکې لري.

د امریکامتحده ایالاتوو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تیره میاشت وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *