شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / اسپانوۍ مسلمانه وايي، پر ټلوېزون پرده کې ښځه به ونه ګورئ

اسپانوۍ مسلمانه وايي، پر ټلوېزون پرده کې ښځه به ونه ګورئ

نجات دروېش اسپانوۍ مسلمانه سیاستواله غواړي د کتالونیا د ولسي جرګې لومړنۍ مسلمانه غړې شي او د اسپانیا په دغه ایالت کې د مېشتو مسلمانو لږکیو د حقونو خوندي کولو لپاره مبارزه وکړي.

نوموړې په ۱۹۹۰ کال هغه مهال چې ۹ کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره له مراکش هېواده اسپانیا ته کډواله شوه. دروېش کابو ۱۷ کاله بارسلونا ته څېرمه په (ماسنو) ښار کې ټولنیزې چارې تر سره کړې دي.

د هغې په خبره، دا خواشینوونکې ده چې ټلوېزون چالان کړې او پرده کې ښځه ونه وینې. د اغلې نجات په ټکیو ، دا د خپلې ټولنې لومړنۍ ښځه ده چې په ادبیاتو کې یې جایزه ګټلې او لوړې زدکړې یې کړې دي.

هغې وویل، یوازې دا نه بلکې ډېرې مسلمانې ښځې غواړي چې د پارلمان غړې شي: “زه نه غواړم اولادونه مې هغه وزغمي چې نیکونو یې یا ما زغملي دي. زه غواړم هغوی د داسې ټولنې برخه شي چې پراخه، برابره او رنګارنګۍ منونکې وي.”

نوموړې پر داسې مهال سیاسي ډګر ته راځي چې د ځايي حکومت د “ناقانونه” خپلواکۍ د اعلانولو له امله په کتالونیا کې سیاسي کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.

د اسپانیا مرکزي حکومت اعلان کړی چې راتلونکې پنجشنبه د ډیسمبر ۲۱مه به په کتالونیا کې پارلماني ټاکنې تر سره کړي.

دمګړۍ په کتالونیا کې شاوخوا ۵۱۵۰۰۰ مسلمانان ژوند کوي ‎چې د اسپانیا د دغه ولایت د وګړو ۱۵سلنه جوړوي

اغلې دروېش وايي، په کتالونیا کې به د تعصب پر وړاندې چې د هغو په ټکیو یو شمېر سیاستوال ورته لمن وهي، جدي مبارزه وکړي.

نجات دورېش وايي، د ټولنیزو چارو پر مهال یې د تعصب ډېرې پېښې لیدلي دي. د هغې وینا ده چې یوه نجلۍ یې د دې لپاره په روغتون کې د نرسې په توګه نه نیوله چې ټیکری یې پر سراوه.

هغه زیاتوي، ډېر فارغان مې لیدلي چې سي وي ګانې یې د دې لپاره رد شوي چې نومونه یې اسلامي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *