چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / اصف غفور: د پاکستان په پوځ کې عسايان هم شته

اصف غفور: د پاکستان په پوځ کې عسايان هم شته

د پاکستان د پوځ وياند مېجرجنرال اصف غفور ويلي، د پاکستان پوځ ملي دی په دې کې دا بندېز نشته چې يواځې د يو مذهب خلک به پکې راځي ځکه چې دا يو مسلمان ملک دی.

اصف غفور ويلي د پاکستان په پوځ کې دا وخت عيسايان، سیکهان او قاديانيان هم دي.

هغه دا هم ويلي پوځ کې مسلمانان يو سند لاس ليک کوي چې زه احمدي يا قاديانی نه يم، او داسې څه خبره نشته چې احمديان پوځ ته نشي راتلی.

د پاکستان پارلمان په کال ۱۹۷۳ کې قاديانيان غېرمسلمانان ګرځولي دي، او دغه لږکي وخت په وخت دا شکايت کوي چې په پاکستان کې ورسره امتيازي سلوک کيږي.

خو سياسي روڼ فکري د پاکستان د پوځي وياند خبره بل ډول تعبيروي، دوی وايي د يو اسلامي ملک په پوځ کې د غير مذهبه خلکو له امله د پوځ چلند سخت وي، همدا وجه ده چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره يې د افغانستان په ګډون په د سيمې په ملکونو او ټولې نړۍ کې د ناارامۍ لامل شوي دي. هغه وسله وال چې امن ضد کارونه کوي، د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې ملاتړ ورسره دی. قبايلي سيمو کې د پاکستان د پوځ سخت چلند هم دا څرګندوي، چې د دغه ډول پوځ زړونه څومره سخت وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *