سه شنبه , مې 18 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / اغزن تارونه او ديوالونه دقبايلي سيمو د نوي بېلتون هڅه

اغزن تارونه او ديوالونه دقبايلي سيمو د نوي بېلتون هڅه

د کارپوهانو په باور د دې خاورې د خپلولو هدف د پاکستان يوه ړنده هڅه ده، قبايل د ژبې، قوم او مذهب پر تړون سربېره ډېرې شريکې کولتوري اړيکې لري، دا اړيکې هر ډول محکم ديوالونه رانړولی شي.

پاکستان له ډیورنډ نامنل شوې کرښې سره پر اغزن تارسربېره پوځ کوټونه هم جوړوي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر ډیورنډ نامنل شوې کرښه د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غځولو په اړه یو رپوټ خپور کړی چې سرلیک یې دی، ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته کلي د جرمني د برلین په څېر دیوال ته چمتو والی نیسي.

په رپوټ کې ویل شوي د دغو سیمو اوسیدونکي په ازاده توګه راتګ کوي او د دغو سیمو لږ شمیر اوسیدونکي دي چې پاسپورټ لري، خو زیاتوي د اغزن سیم په غځولو سره به ځینې کلي په دوو برخو وویشل شي.

په رپوټ کې ویل شوي یواځې د چمن په سیمه کې دغه ډول اوه کلي شته دي چې د اغزن تار په غځولو ویشل کیږي.

رپوټ زیاتوي له کرښې سره د نږدې سیمو اوسیدونکو د پاکستاني چارواکو له خوا لیږدول کیږي او د دوی په حواله زیاتوي چې کله د امنیت خبره وي نو بیا د ټولنو د ویش او جلا والي خبره دومره ارزښت نه لري.

خو د روڼ اندو په فکر دلته د امنيت مسئله رامخې ته شوې، مګر د دې تر شا د نامنل شوې کرښې د پخولو نيت ښکاري. دوی وایي پاکستان هېڅ وخت د دې هڅې نه لاس په سر شوی نه دی، خو داچې موخې ته نه رسېږي، سبب يې د نامنل شوې پولې دواړو خواوو ته د پرتو قبايلو قومي، ژبنی او مذهبي تړون دی، چې کولای شي د بېلتون هر ډول محکم ديوالونه راونړوي.

6 تبصرې

  1. stromectol 12 mg – stromectol 0.1 stromectol for humans

  2. stromectol buy – ivermectin tablets stromectol 12 mg

  3. stromectol order online – ivermectin 5ml ivermectin pills human

  4. ed pills from india – penile injection treatment for erectile dysfunction ingrediants in the poisiden ed pill

  5. levlen ed pill strength – terry bradshaw ed pill maca pills ed

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *