پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان، د چين او پاکستان له نوې لارې سره نه يو ځای کېږي

افغانستان، د چين او پاکستان له نوې لارې سره نه يو ځای کېږي

حېرنوانکې خبره ده چې یو سړک یواځې یو سړک نه دی، بلکې یوه سمندري لاره هم ده او دا به چين د خپل جنوبي ساحل څخه د روم په سمندر کې د شرقي افرېقې تر بريده رسوي. د نوې ډلې حکمرانان وايي چې بيجينگ په دې ګام سره د گاونډيتوب له قانون سرغړونه کوي. دهند په خیال چين د پاکستان مټ غښتلی کوي.

په ېو سړک یوه پټه کې په پاکستان کې د نورو پلانونو سره یوه سمندري اډه، په بنگله دېش کې پلونه او په روس کې د رېل پټلۍ جوړېږي. د برتانيې یوې ورځپاڼې دي گارډین په خپل یو رپورټ کې ليکلي دي:

“چین د رېښمو نوې سوداګريزه لاره بېرته کوي”

د اخبار اړوند د چين په خیال دې پلان سره به د بین القواميت د نوي دور پيل وشي. خو د چين گاونډي هیوادونه او نړيوال طاقت امريکا د بيجينگ د بین الاقواميت په نوي دور کې داخيلېدو ته د چين په سترگو نه گوري. د هندوستان په خیال په سيمه کې دا پلاني پروژه د یوې لانجمنې سيمې څخه تیریږي. د روان کال په شورع کې د هندوستان مشهور اخبار دي ټایمز اف انډیا د یو خبر سرخي داسې وه:

” د هند وزير اعظم نريندرا مودي چين ته وویل دا منصوبه نه منم”

په پاکستان کې د دې منصوبې مرکزي سړک د پاکستان د واک لاندې کشمير او د دنگ واورين غر کی ټو په لمن کې د پاکستان دشمالي سيمو گلگت بلتستان څخه تیرېږي، هند په دغه علاقه د ملکيت دعوه کوي.

روان کال د اکتوبر په میاشت کې د صدر ټرمپ حکومت ويلي وو د چين د پټې او د لارې منصوبه د لانجمنه سيمې څخه تیرېږي. د اکتوبر په میاشت کې د هندوستان څخه په ستنېدلو د امريکا د دفاع سېکتر جيم ميټس اوویل:

“په نړۍ کې یو شمېر لارې او پټې دي، خو کوم یو قام ته دا اختیار نشته دی چې په نورو خپل رعب وچلوي، بله دا چې دا منصوبه د یوه لانجمنه سيمې څخه تیريږي او دا خبره ددې منصوبې حیثیت مشکوک کوي”

د پا کستان یو بل گاونډي هېواد افغانستان هم په دغه منصوبه کې د پاکستان د ورشاميلېدلو وړانديز په مشروطه توگه رد کړی دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اکتوبر په میاشت کې وویل، د پاکستان سره په تجارتي منصوبه سي پېک کې تر هغې گډون نشي کولی تر څو پاکستان د افغانستان تجارتي لارې نه وي پرانستي، هغه اوویل:
“هېواد به یې تر هغې پورې د چین-پاکستان اقتصادي لارې سره یوځای نشي ترڅو پاکستان په واهگه او اټاري باندې افغانستان ته لاره ور نه کړي”

غني دا گواښ هم کړې و چې پاکستان ته به له مرکزي اسیا سره تر هغو پورې د یوځای کېدو اجازه ور نه کړي ترڅو پاکستان هند ته د سوداگرۍ لپاره افغانستان ته لاره ورنه کړي.

چين او پاکستان د هندوستان دريځ رد کړی دی، چين دغې منصوبې ته د دې پېړۍ د تجارت تر ټولو لویه منصوبه وايي. د پاکستاني مشرانو په خیال دا د تقدير بدلولو منصوبه ده. د امريکې په ځواب کې چين ويلي دي دا منصوبه د نړیوال رعب جوړولو لپاره نه ده بلکې د نړۍ د یو ځای کولو لپاره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *