سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان: دبلخ والي د هغه ولايت څوکۍ خپله ميراثه ګڼلې

افغانستان: دبلخ والي د هغه ولايت څوکۍ خپله ميراثه ګڼلې

د افغانستان د بلخ ولايت لرې کړل شوی والي وايي لا هم والي دی او نړیواله ټولنه یا افغان ځواکونه دې په دغه ولایت کې مداخله نه کوي. نوموړی د يوې نيمي لسيزې راهېسې په دې څوکۍ پاتې دی.

تېره ورځ ولسمشر غني، د نور استعفا و منله او هغه یې له دندې ګوښه کړ.

خو عطا محمد نور وايي، چې هغه د یوې معاملې له مخې خپله استعفا ولسمشر ته ورکړې وه، چې ولسمشر یې پر ژمنو وفا و نه کړه، نو هغه استعفا هم باطله ده او دی لا هم د بلخ والي دی. هغه له نړیوالې ټولنې او افغان ځواکونو غوښتي چې په دغه ولایت کې مداخله و نه کړي.

د بلخ لرې کړل شوي والي په یوه خبري غونډه کې دده لرې کول غیر قانوني بللي دي او په وینا یې له خپلو حقونو به دفاع کوي.

عطا محمد نور له تېرو ډېرو کلونو راهیسې د بلخ د مهم او سوداګریز ولایت والي و، چې تر ډېره له مرکزي حکومت په سرغړونه مشهور و. ان په ځلونه داسې ګنګوسې هم خپرې شوې دي، چې هغه د بلخ حکومتي عایدات مرکزي حکومت ته نه لېږي. په ټولنیزو شبکو کې د بلخ د والي لرې کېدل له ډول ډول غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د بلخ نوی والي لا دغه ولایت ته نه دی تللی او لا هم عطا محمد نور په بلخ ولایت کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: