سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان: بهرني ځواکونه د امنيت په تينګښت کې پاتې راغلي
U.S. Soldiers from A Company, 2nd Battalion, 12th Infantry Regiment pass through a village while on a dismounted patrol as children beg for candy near Forward Operating Base Blessing, Afghanistan, Oct. 19. 2/12 is part of 4th Infantry Division based out of Fort Carson, Colo.

افغانستان: بهرني ځواکونه د امنيت په تينګښت کې پاتې راغلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي چې د اسلام دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو د افغانستان په نهه ولایتونو کې فعالیت لري. نوموړی له یوه خصوصي ټلویزیون سره د مرکې پر مهال وویل چې د افغانستان ډیرې سیمې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې نه دي.

هغه پر ائتلافي ځواکونو نیوکه وکړه چې په دغه هېواد کې د امنیت او سولې په ټنګښت کې پاتې راغلي دي.

هغه وویل چې سږ کال په افغانستان کې کابو ۹ زره ټنه کوکنار کرل شوي او د بهرنیو ځواکونو په حضور کې د ۱۵۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت نشه یي توکه له افغانستانه بهر ته صادر شوي چې د تعحب وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې  وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو حکومت په پاکستان کې د ترهګرو امن ځایونو د شتون په خاطر په اسلام اباد باندې فشارونه زیات کړي.

د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنس تېره اونی د بګرام په  هوایي ډګر کې له امریکایي ځواکونو سره د خبرو پر مهال وویل چې له اوږدې مودې راهیسې پاکستان افغان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي.

خو ښاغلي پنس ټینګار وکړ چې اوس هغه ورځو پای رسیدلې دي او پاکستان په دې اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرتیا هم ترلاسه کړی دی.

هغه وویل که چې له امریکا سره د ملګرتیا په صورت پاکستان به ډیرې لاسته راوړنې ولري خو که چیرې ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي نو پاکستان به سخت زیان وویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *