.
د دغې څلور ورځنۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هانګ کانګ ټوله لوبډله په ۱۴۲ منډو او په دوهمه پاڼۍ کې په ۱۵۰ منډو وسوځېده.
افغان لوبډلې بیا يوازې په يوه پاڼۍ کې د پنځو لوبغاړو په تاوان ۴۶۵ منډې جوړې کړې وې.
په دغه سیالۍ کې د افغان توپوهونکو له ډلې کیپتان اصغر ستانکزي ۱۲۵ او جاوید احمدي ۱۰۸ منډې جوړې کړې، خو په توپ اچوونه کې بیا راشد خان په دواړو پاڼیو کې ۷ او ظاهر خان ۵ لوبغاړي وسوځول.
له دې بریا سره افغانستان د انټرکانټينینټل کپ سیالیو په جدول کې، لومړی ځای هم خپل کړ.