شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان: د پردۍ، تپلې او نيابتي جګړې انجام همداسې وي

افغانستان: د پردۍ، تپلې او نيابتي جګړې انجام همداسې وي

سرخط:د انقلاب، جهاد او شريعت قربانيان له ميليونونو واوښتل، خو نه د چا سترګې پر انقلاب خوږې شوې، نه يې د جهاد له پايلو منګول ډکه شوه او نه يې د شريعت شعارونو د ارمانونو ډېوې بلې کړې. که د دې هيواد افغانستان په لويو او وړو هديرو کې د انقلاب د شهيدانو نړېدلو قبرونو، ماتو شناختو او ټوټې ټوټې ډبرليکونو ته وليدل شي، ټولو د خپل ملي ارمان په لار کې سرونه ايښي، خو څو تنو يې پر وينو او سرښندنو د جنرالئ، سترجنرالئ، قهرمانئ، وزارتونو او سفارتونو رتبې او تمغې اخيستې دي.

خو شهيدان همدلته تر نړېدليو شناختو او قبرونو لاندې ورک دي، نومونه او ادرسونه يې له ټولو هېر دي، هيچا پر دغو نړېدليو قبرونو پېښه و نه کړه، له هغې ورځې چې مجاهدينو پر کابل له ورغورځېدو سره دغه قبرونه ونړول، شناختې او ډبرليکونه يې مات کړل، تر ننه نه له ملګريو چا مخ ور اړولی، نه د انقلاب اصلي او جعلي ميراث‌خورو سترګې ورښکاره کړې او نه د ګوند کوم مشر ورته د دعا لپې پورته کړې دي.

تاسې له دې جنرالانو سياسي تيورسنانو او کاغذي قهرمانانو وپوښتئ چې څو ميليونه ګونديانو او سرتېريو د انقلاب او خلکو په دفاع کې د وطن پر ننګ خپل سرونه ايښي، څوک يې احصاييه وړاندې کولای او د کورنيو حال درکولای شي چې کونډو او يتيمانو يې درې وخته ډوډۍ موندلای شوای؟

که مجاهدينو ته راشو، تاسې و خدای چې تنظيمي مشرانو ته د خپلو وژل شويو جنګياليو پته شته، کله يې د دوی د کورنيو احوال اخيستی؟ حکمتيار وايي، جلال‌اباد ته په تلو هر دويم کس ځان د يوه نه يوه شهيد زوی را پېژاند. د يوه تنظيم لېډر د خپلو جنګياليو له کورنيو دومره ناخبره دی چې اولادونه يې ده ته ځان په ور ښوولو او پېژندلو اړ ګوري.

حاجي دين محمد وايي، دا دوه کاله يې د ولسمشر له خوا د حج سهميه د شهيدانو کورنيو ته ورکړې، حاجي دين محمد دا په شهيدانو خپل احسان ګڼي، خو حج به د هغوی اولادونو ته ډوډۍ ورکړي، تعليم به کومه مخه ورپرانېزي؟

حاجي دين محمد ښايي نور له ډېرو حجونو زړه‌توری شوی وي، تر اوسه داسې کال نه دی رادبره چې دی په‌کې حج او څو ځله عمرو ته نه وي تللی.

دا اوس چې هره ورځ لږ تر لږه د دېرشو طالبانو د مرګ خبرونه راځي، طالب مشرانو يې له لېرې کله د کورنيو احوال اخيستی؟ د قطروالو پام ورګرځېدلی؟

ملا شهاب الدين دلاور خپلو بچيانو ته له معصوم ستانکزي د فرانسې سکالرشيپونه اخلي، په قطر کې يې د بچيانو زده‌کړه تنده او تلوسه نه‌شي ماتولای.

له انقلابه ملګريو څه تر لاسه کړل، له جهاده د وروڼو کومه منګول ډکه شوه، د شريعت له شعاره طالبانو د کوم عدالت مخه وموندلای شوای؟

د مجاهدينو دوه ميليونه، د ملګريو تر دې زيات او د طالبانو هم تر دې ډېر قربانيان چا پام‌ وړ ګرځولي، د کورنيو پوښتنه يې شوې، چا يې احوال اخيستی؟

همدا د نيابتي او تپلو جګړو برخليک دی. د پرديو او تپلو جګړو پايله همدا را خېژي، يو شمېر په‌کې تر خانانو پورته خانان راوځي، خو اکثريت يې د دربدرۍ خاورې ايرې پر سر بادوي.

يوازې د ازادۍ او په هېوادنۍ جګړو کې دغسې کرښې او توپيرونه نه‌ شي را منځ ته کېدای، د استقلال درې جګړې او نور ملي غورځنګونه د دې ګواه دي، ځکه خو هغو جګړو جنګسالاران و نه زېږول، د قوماندانانو خېټې يې له پانګو ونه پړسېدې، د سوداګريو او قاروني شتمنيو خزانې يې ډکې نه کړې.

پردۍ او تپلې جګړې چې په هر نامه وي، پايله يې همدا راوځي، لکه څنګه انقلاب او انقلابيان له په شا تلو ګړنګونو ته وغورځېدل، لکه چې جهاد د شرم لوښی وګرځېد، دغسې به طالب او د نيابتي جګړې هر سنګر له دغسې محتوم برخليک سره مخامخ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *