چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / قبايل / افغانستان سره دنامنلې پولې تړل کېدو قبايل بې روزګاره کړي

افغانستان سره دنامنلې پولې تړل کېدو قبايل بې روزګاره کړي

د پاکستان په قبایلي سیمه کرمې ایجنسي کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، له افغانستان سره د پولې تړل په پاکستان کې ګڼ شمېر کسان د بې روزګارۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.

په کرمې ایجنسۍ کې د سوداګرو د اتحادیې مشر مساحب حسین تیره ورځ خبریالانو ته وویل، چې پاکستاني چارواکو د روانې میاشتې له ۱۵ مه نیټې راهیسې له افغانستان سره د کرمې ایجنسي پول تړلې ده.

نوموړي زیاته کړه پاکستاني چارواکو دغه پریکړه وروسته له هغه وکړه چې د یوې چاودنې په ترڅ کې څلور پاکستاني پوځیان ووژل شول.

خو هغه ټینګار وکړ، چې د پاکستاني چارواکو دغه اقدام په کرمې ایجنسي کې خلک د بې روزګارۍ له سخت ګواښ سره مخ کړي دي.

ښاغلي حسین خبرداری ورکړ، که چیرې له افغانستان سره د پولې د بېرته پرانیستلو لپاره ژر اقدامات ونه شي نو خلک به له لوږې سره مخ شي.

هغه وویل، چې په سیمه کې خلک اکثراً د پولې په دواړو خواوو کې په سوداګریزو  کړنو بوخت دي او ټینګار یې وکړ چې پاکستان حکومت دې د افغانستان په اړه په خپل سياست کې بدلون راولي.

د بازار نه د خبرو خلکو په حواله افغانستان په تېره اوږده موږه کې د پاکستان او نېږدې ټولو وګړو لپاره پراخ مارکيټ په څنګ کې داسې مخ هم لرلو چې زياتې راکړې ورکړې له امله يې د لوی شمېر خلکو روزګار روان کړی و، خو د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو د غلطو سياستونو له امله د خلکو په روزګارونو هم بده اغېزه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: