یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه ناسته ځنډولې

افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه ناسته ځنډولې

پاکستاني رسنیو ویلي، افغان حکومت له پاکستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز ترانزیت ناسته ځنډولې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي، د افغانستان د اقتصاد وزارت د سوداګریزې ناستې د ځنډولو خبر اسلام اباد ته رسولی دی.

پاکستاني چارواکو ددغه هېواد ځینو رسنیو ته ویلي، افغانستان ته د پاکستان صادرات په تېر یوه کال کې تر ۲۷ سلنې ډېر رالوېدلي دي.

رپوټ زیاتوي، په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه لوړ حد یعنې ۲٫۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې هم دا کچه دوه میلیارد ډالر او په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې ۱٫۴۳ میلیارد ډالر وه.

رپوټ وايي، د روان کال په جولای او اګسټ میاشتو کې د صادراتو کچه ۲۱۳٫۴۷ میلیون ډالر وه، په دې معنا چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې افغانستان ته د ټولټال صادراتو کچه به ۱ میلیارد ډالرو ته راټیټه شي. 

د افغانستان او پاکستان د سوداګریز ترانزیت تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو یوه لویه سرچینه وه، خو په وروستیو کې پاکستان کې د افغان سوداګرو د توکو بندېدو د دواړو هېوادونو سوداګیز اړیکي ترینګلي کړل.

همدا وو چې هند له افغانستان سره د ځینو افغان توکو، په تېره بیا د مېوو د راکړې ورکړې هوکړه وکړه.

له پاکستان سره د سوداګریز ترانزیت تړون په ۱۹۵۰ لسیزه کې لاسلیک شوی و، چې افغانستان د کراچۍ له لارې لاهور او کراچۍ بندر ته لاره موندلې وه.

افغانستان ځکه د کراچۍ بندر غوره کړی و، چې هند ته یې د سمندر له لارې د توکو لېږدولو بله لنډه او ارزانه لا نه وه.

یوه پاکستان چارواکي خپلو رسنیو ته ویلي، افغان چارواکي غواړي اوس هند د “دوه اړخیزه او درې اړخیزه سوداګریز ترانزیت او تړون یوه برخه وګرځي”.

کابل او نوی ډیلی هم هیله لري چې پخپلو کې د سوداګریزې راکړې ورکړې معاملې ډېرې کړي.

خو پاکستان نه غواړي هند نېغ په نېغه له افغانستان سره د اسلام اباد سوداګریزه معامله کې ځان دخیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: