یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان هندي شرکتونو سره د بریښنا پروژو قرارداد کړی

افغانستان هندي شرکتونو سره د بریښنا پروژو قرارداد کړی

لمړنۍ پروژه به د شبرغان ښار او الوان دښتي تر منځ د ۵۰۰ کیلوواټ برښنا مزې وغځوي. د دغې پروژې مالي لګښت ۶۰ میلیون ډالرو ته رسیږي چې قرارداد یې د یکشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې د KEC International له شرکت سره لاسلیک شو. دغه شرکت په هند کې د بریښناي محصولاتو او خدماتو دوهم لوی شرکت ګڼل کیږي.

دوهمه پروژه به د شبرغان او اندخوي تر منځ د ۲۲۰ کیلوواټ بريښنا مزې وغځوي. دغه پروژه ۱۵ میلیون ډالر لګښت لري او هندي‌ خصوصي شرکت KPTL به یې پلي کړي.

د آسیا پرمختیايي بانک د دواړو پروژو مالي ملاتړ کوي او تمه کیږي چې په دوه نیمو کلونو کې به بشپړې شي.

افغانستان او هند پدې وروستیو کې خپل تر منځ سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړې. ولسمشر غني هند ته پخپل وروستي سفر کې هندي پانګه وال او سوداګر وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: