جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان: په خوږياڼو کې د طالبانو او داعش ډلو تر منځ جګړه روانه ده

افغانستان: په خوږياڼو کې د طالبانو او داعش ډلو تر منځ جګړه روانه ده

د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ يو ځل بيا درنې نښتې پيل شوي دي. څو ورځې مخکې داعش وسله والو د يادې ولسوالۍ د وزيرو په سيمه بريدونه وکړل، ځينې کلي يې ونيول او په سیمه کې ډیری خلکو خپل کورونه د داعش له ويرې پرېښودل.

د ځايي طالبانو يوې باوري سرچينې نن د سه شنبې په ورځ وويل، چې طالبانو د داعش وسله والو په مورچو بريدونه پيل کړي او درنه جګړه روانه ده.

د سرچينې په وينا، طالبانو تېره شپه جګړه پيل کړې چې تر دې دمه يې د وزيرو سيمې زيات کلي له داعشيانو نيولي دي.

سرچينه زياتوي: (نن تر ۸ بجو پورې سورمۍ، سورډاګ، ادوړ، مياګان، ډنډ راغه، ابکو صيب، پاچايانو کلی، سردارخيل او په عمر کلي کې د داعش يو لوی مرکز طالبانو نيولی دی).

د وزيرو د احمدخيلو يو تن اوسېدونکی نصرالله وايي، داعش وسله والو ډير کلي خوشې کړي او له سيمې څخه په تېښته دي.

تېره ورځ په سورډاک کې د دواړو غاړو تر منځ په نښتو کې پنځه داعش وسله وال ووژل شول او يو بل طالبانو ژوندی نيولی و.

د مالوماتو له مخې په دغه نښتو کې دوه طالبان هم  ټپيان شوي دي.

زرګونو ولسي وګړو د داعش وسله والو له وېرې خپل کورونه پرېښي او نورو سيمو ته کډه شوي دي.

تر دې مخکې هم داعش وسله والو د ننګرهار پچيراګام او شينوارو ولسواليو کې د ولسي خلکو سامانونه، مالونه او نور وسايل له ځان سره وړي دي.

د ننګرهار ولايتي چارواکو دغه بريدونه تاييد کړي وايي، په خوږياڼو کې د دوو داعشيانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

خو کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: