سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان په كركټ كې اماراتو ته ستره ماتې وركړه

افغانستان په كركټ كې اماراتو ته ستره ماتې وركړه

د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام په يو ورځنيو سياليو كې، چې په ماليزيا کې ترسره کېږي، افغانستان متحده عربي اماراتو ته ستره ماتې وركړه او نيمه پايلوبې ته ووت.
د پرونۍ لوبې پچه د اماراتو لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
لوبه د ورښت له کبله ۲۰ اورونو ته راټيټه شوې وه.
د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې په ټاکلو۲۰ اورونو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۲۲۵ منډو هدف وټاكه، خو د اماراتو لوبډله ټاکلي هدف ته ونه رسېده او په ۲۰ اورونو کې يې د ۹۰ منډو په جوړولو او۹ لوبغاړو سوځېدلو سره افغانستان ته لوبه د ۱۳۴ منډو په ستر توپير وبايلله.
افغان لوبغاړى دروېش رسولي، چې يوازې په ۳۸ توپونو يې ۱۰۵ ناسوځېدلې منډې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
افغانستان د دې لوبې په ګټلو سره په (B) ګروپ کې تر پاکستان، سريلانکا او متحده عربي اماراتو مخکې شو او لومړى مقام يې خپل کړ.
د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډله به د جمعې په ورځ د يادو سياليو په دويمه نيمه پايلوبه کې د نيپال له لوبډلې سره ولوبېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: