چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په ننګرهار کې د زیتونو د پروسس فابریکه له سره فعاله شوه

په ننګرهار کې د زیتونو د پروسس فابریکه له سره فعاله شوه

د افغانستان د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زیتونو د باغونو د کمو حاصلاتو له امله، دا فابریکه په وروستیو ۳ کلونو کې له فعالیته لوېدلې وه.

په خبرپاڼه کې د زیتونو د پروسس د فابریکې د مشر محمدموسی عیسی زي په حواله ویل شوي چې سږکال ۱۲۰۰ ټنه زیتون حاصل د تېلو د تولید او ۳۵ټنه دزيتونو حاصل د اچار جوړولو لپاره ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ننګرهار د زیتونو د پروسس په فابریکه کې پخوا ۲۵۰۰ کسانو کار کاوه چې ۲۵ ښځې هم پکې وې، خو اوس یوازې ۶۰ تنه کارګر لري چې شپږ يې ښځې دي.

په ننګرهار کې دا فابریکه د روسیې په مالي مرسته جوړه شوې وه او د خپل وخت يوه تر ټولو مهمه فابريکه ګڼل کېده.

په دې وروستيو کې چې د زيتونو په فارمونو کې اصلاحات راغلي او د ځينو کرنيزو عملیو په اجراکولو سره د زيتونو حاصلات ډېر شوي، نو ورسره سم يادې فابريکې هم په فعاليت پيل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: