چهارشنبه , اپریل 21 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان په ډهلي کې د محصولاتو په نړیوال نندارتون کې برخه لري

افغانستان په ډهلي کې د محصولاتو په نړیوال نندارتون کې برخه لري

افغانستان د محصولاتو په هغه نړیوال نندارتون کې برخه لري چې تېره ورځ په ډهلي کې د هندوستان ولسمشر پرانېست.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د پراګتي میدان«IITF» په نوم دې نندارتون کې، د نړۍ ۲۱ هېوادونو خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د نړیوالو محصولاتو دا نندارتون به د نومبر تر ۲۷ مې پرانېستی وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د دې نړیوال نندارتون د افغانستان په برخه کې افغان سوداګرو په ۸۰ غرفو کې وچې مېوې، زغفران، غالۍ، لاسې صنایع، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او د افغانستان نور محصولات نندارې ته ایښي دي.

د محصولاتو په دې نندارتون کې د افغانستان برخه، د سوداګرۍ او صنایعو خونو او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په هند کې د افغانستان د سفارت په همکارۍ پرانېستې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *