جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان کې تښتول شوي بهرنیان په پاکستان کې پیدا شول

افغانستان کې تښتول شوي بهرنیان په پاکستان کې پیدا شول

د پاکستان پوځ وايي هغه بهرنۍ کورنۍ یې وژغورله چې شاوخوا پنځه کاله مخکې په افغانستان کې د وسله والو لخوا تښتول شوې او بیا پاکستان کې د شته وسله والو په پټنځايونو کې ساتل کېده.

په اسلام اباد کې چارواکي وایي د پاکستان پوځ یو کاناډايي، د هغه امریکايي ميرمنه او درې ماشومان د “ترهګرو” له منګولو وژغورل.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل د دغو کسانو په ژغورلو کې د امریکا استخباراتي څانګې ورسره معلومات شریک کړي وو.

د پاکستان د پوځ اعلامیه وايي چې دا کورنۍ په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې تښتول شوې وه، خو په دې وروستیو کې د امریکا استخباراتو پاکستان ته ویلي وو چې هغوې له پولې اخوا خپلو دايمي پټنځايونو ته اړول شوي دي.

په اعلامیې کې نه دي ویل شوي چې دا کسان د پاکستان په کومې سیمې کې کومې ترهګرې ډلې ساتل، همدغه راز دا هم نه دي ویل شوي چې هغوې د افغانستان په کومې سیمې کې تښتول شوي وو، خو روڼ اندي وايي ترهګر که د پولې اخوا دي او که دېخوا، مګر دايمي پټنځايونه يې د پاکستان په خاوره کې دي. د سياسي چارو کاربوهان د پاکستاني پوځ دې اقدام ته هم د شک په سترګه ګوري او زياتوي چې پاکستان غواړي د امريکې شکونه لرې کړي.

دوی وايي دغه کورنۍ که رښتيا هم تښتول شوې وه، نو پاکستاني پوځ ته به لا له وړاندې معلومه وه، خو اوس يې ځکه اقدام وکړ، چې دا وخت پاکستان تر ټولو زيات د ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان پوځ وايي دغو عملیاتو دا وښودله چې د استخباراتي معلوماتو شریکول څومره مهم دي او دا چې پاکستان ژمن دی له امریکا سره په ګډه له دا ډول ګواښ په ختمولو کې کار وکړي.

د پوځ اعلامیې نه دي ویلي چې د خوشې کړل شویو کسانو روغتیا څنګه ده. تراوسه امریکايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: