د امریکایي رسنیو د راپور له مخې امریکا په تېره سپټمبر میاشت کې تر ۷۰۰ ډېر بمونه غورځولي دي. دا د امریکا په ۱۶ کلنه جګړه کې په یوه میاشت کې تر ټولو ډېر غورځول شوي بمونه دي. د معلوماتو له مخې د ټرمپ له تګلارې سره سم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه ډېر شوي دي. تېره میاشت ۷۵۱ بمه غورځول شوي چې د روان کال د تېرو میاشتو په پرتله پوره ۵۰ سلنه لوړوالی ښيي. په دې توګه نو د ۲۰۱۷ کال له پيله تر دې دمه پر افغان خاوره د امریکا د بمباریو شمېر ۳۲۳۸ ته رسېږي. امریکا ویلي چې د خپلې نوې تګلارې له مخې به په افغانستان کې هوايي بریدونه لا ډېر کړي. د امریکا ددفاع وزیر په دې وروستیو کې د امریکا سنا ته د وینا پر مهال وویل، چې پر وسله والو به هوایي بریدونه ډېر کړي او ان هغه کسان به هم د هوايي بریدونو پر مټ له منځه یوسي چې له وسله والو سره اړیکې لري. دامریکايي ځواکونو بریدونه په داسې حال کې ډېرېږي چې ډېری افغان سیاستوال او د نظامي مسایلو شنونکي په افغانستان کې دغه بریدونه ګټور نه بولي ځکه تر ډېره پکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
