جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان کې د داعش دبهرنيو ترهګرو شمېر زياتېږي

افغانستان کې د داعش دبهرنيو ترهګرو شمېر زياتېږي

افغان چارواکو ويلي دا وخت په دغه هېواد کې د داعش نږدې ۳۰۰۰ پورې بهرني ترهګر شتون لري چې پکې ګڼ شمېر د پاکستان او ازبکستان نه راغلي دي. خبرونه وايي په عراق او شام کې د ماتې سره مخ ترهګره ډله داعش افغانستان ته د لا زیاتو ترهګرو په لېږلو سره غواړي هلته خپل شتون پوخ کړي.

دوی غواړي په افغانستان کې د پخو ځالو په جوړولو سره د نړۍ په نورو هيوادونو بریدونه وکړي. دا په داسې حال کې چې داعش په عراق او شام کې د ماتې سره مخ کيږي، خو افغانستان کې يې د شمېر زياتيدو ويره موجوده ده.

امريکا کې افغان سفير محب الله ويلي افغانستان کې په داعش کې زیاتره بهرني ترهګر شامل دي، هغه ويلي په ملک کې د څو افغان تندلارو د شتون له امله د دوي شمېره زياتيږي.

هغه ويلي د طالبانو ځينې ډلې يا د دوي نه اوړېدلي تندلاري هم په داعش کې شامليږي.

افغانستان کې د داعش د شتون په اړوند دا د افغان چارواکو تازه شمېرې دي. داعش په افغانستان او پاکستان کې ځانته داعش خراسان وايي.

د امريکې د دفاع وزير جېم مېټس د روان کال جولايۍ په مياشت کې په افغانستان کې د داعش په ضد د جګړې ويلي ؤ چې دا جګړه په سمه مخه روانه ده، له دغې وړاندې په کونړ کې يو هوايي بريد کې د داعش خراسان مشر ابوسعيد وژل شوی ؤ.

مېټس ويلي ؤ چې کله هم د دې ډلو مشر وژل کيږي دوي په شا ځي.

د امريکايي چارواکو د اټکل ترمخه په عملياتو کې د داعش ۳۰۰۰ ترهګر وژل شوي او د دوي شمېره يواځې ۶۰۰ پاتې شوې چې زياتره يې د طالبانو د ليکو نه زړه ماتې راغلي دي.

خو د افغان چارواکو د تازه شمېرو له مخې داعش په لږه موده کې خپل کمی بيا پوره کړی او نور ترهګر جنګيالي یې ځان سره ملګري کړي دي.

داعش په وروستيو کې په افغانستان کې د ځينو ترهګرو بريدونو زمه وارۍ هم منلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: