افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو عملیاتو پر مهال، ۴۶ وسلهوال مخالفان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ځواکونو دغه ګډ عملیات د غزني، پکتیکا، بلخ، جوزجان، فاریاب، کندز، بغلان، تخار او هلمند کې تر سره شوي دي.
دفاع وزارت وايي، په یادو عملیاتو کې د وسلهوالو مخالفینو یو شمېر وسلې او مهمات هم لهمنځه وړل شوي دي.
خو وسلهوالو مخالفینو په دې اړه څه نهدي ویلي.
په دې وروستيو کې د امريکې د نوې پوځي کړنلارې سره په افغانستان کې د وسله والو پر ضد د ګډو ځواکونو عمليات زيات شوي او ډېر وخت په دغو عملياتو کې دبهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو له امله ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.