چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان کې ګڼ ځوانان رواني ناروغي لري

افغانستان کې ګڼ ځوانان رواني ناروغي لري

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي شاوخوا ۶۰ سلنه خلک په افغانستان کې په رواني ناروغیو اخته دي چې ډېره برخه یې ځوانان جوړوي.

ګلالۍ د یوې دولتي ادارې کار کوونکې وه، چې اوس د روانې ناروغیو په یو روغتون کې بستر ده. دا وايي د ناروغۍ په لومړنیو میاشتو کې یې د زړه تنګۍ احساس کاوه چې همدا د زړه تنګۍ احساس د دې سبب شو چې کارونه سم تر سره نه کړي او ترې نیمګړي پاتې شي.

هغه وايي همکاران یې د هغې دې ستونزه ته متوجه وو خو څه یې نه ویل:

“همکارانو مې راسره ښه وضعه کوه، ویلي به یې، ښه کيږي. په هغې اداره چې ما کار کوي، رخصت یې نه راکوي خو که به کار را نه غلم نو ږغ یې نه کوی. که به د ناروغۍ له امله کار را څخه خراب یا وروسته پاته شو نو به راسره جنجال نه کوي.”

ګلالۍ راسره نور خبرې بس کړلې خو خاوند یې، چې شریف نوميږي وايي، ګلالۍ ته به همکارانو او د دفتر مشر جدي کارونه نه ور کول. هغوی به هڅه کوله ګلالۍ ساده کارونه تر سره کړي ځکه یوازې غوښتل دا مصروفه وساتي.

خو په رواني ناروغیو اخته ټول کسان د ګلالۍ په شان دومره طالع نه لري.

پنځوس کلن محمد صادق، چې اوس یې د رواني ناروغۍ پنځه کاله پوره شوي، وايي د دفتر مشر او همکارانو یې دی ظاهراً د ټنبلۍ له امله له دندې لیري کړ خو اصلې خبره دا وه چې په رواني ناروغیو اخته و. ښاغلی صادق زیاتوي چې دفتر ورته یوازې یوه میاشت صبر وکړ او وروسته یې له دندې ځواب ورکړ:

“کله چې رواني ناروغۍ را ته پیدا شوه، له دندې لیري کړم. ویل یې غیرحاضرۍ دې ډېرې شوې نو ځکه دې له وظیفه کوم. ښه چلند یې هم نه راسره کوي. ”

د افغانستان روغتیا وزارت وايي شاوخوا ۶۰ سلنه خلک په افغانستان کې په رواني ناروغیو اخته دي چې ډېره برخه یې ځوانان جوړوي. وزارت زیاتوي، رواني ناروغي د نارینو په پرتله په ښځو کې ډېره لیدل کېږي.

2 تبصرې

  1. hold off simply the ventilator to wisdom simply primary it. cialis plm choose them in regard to a quite humourless existence it.

  2. Vtrjia zhzjuw goodrx cialis is important in identifying doable on chain renal from the.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: