سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغان احمد یاسین قادري د بدن ښکلا نړیوال اتل شو

افغان احمد یاسین قادري د بدن ښکلا نړیوال اتل شو

د افغانستان د اولمپیک کمېټه وايي، افغان باډي بېلډر احمد یاسین سالک قادري په منګولیا کې د با‌‌‌‌‌‌ډي بېلډینګ نړیوال جام سیالیو کې ټول هېوادونه مات کړل.

د اولمپیک کمېټې ویاند احسان نیرو بي تایید کړه، چې ښاغلی قادري ددغو سیالیو اتل شوی دی.

په دې یوه اونیزه سیالۍ کې د نړۍ له ۴۰ هېوادونو تر ۴۰۰ ډېر باډي بېلیډران راغونډ شوي.

د کوربه هېواد منګولیا ۶۴ ښځینه او نارینه لوبغاړو هم ګډون پکې درلود.

په تېره اګسټ میاشت کې هم ښاغلی سالک د بدن ښکلا په برخه کې د اسیا په کچه لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال یې خپل کړی و.

څه باندې یوه اونۍ وړاندې په کابل کې د افغانستان د ۲۷ ولایتونو د بدن ښکلا لوبغاړو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې چې په هغې ډلi کې هم یاسین سالک او شکرالله هلمندي پایلوبې ته سره رسېدلي وو. چې په پای کې یاسین سالک وتوانېد د افغانستان د ماسټر سپورټس لقب ترلاسه کړ.

هغه لوبې څلور ورځې روانې وې او تر ۳۲۰ ډېرو لوبغاړو ګډون پکې کړی وو.د بدني روزنې مسؤلین وايي د بدن ښکلا لوبغاړي د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له دوی سره ثبت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: