سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت د دوستم ځايناستی ټاکي

افغان حکومت د دوستم ځايناستی ټاکي

افغانستان ټرايبل: ويل کېږي افغان حکومت د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه د جنرال دوستم پر ځای د بل کس د ټاکلو هڅې پيل کړې دي، خو د ملي جنبش ګوند او جنرال دوستم ته نږدې سرچينې خبرداری ورکوي، چې هېڅوک د دوستم د ځايناستي د ټاکلو په اړه له حکومت سره خبرې نه شي کولی.

په حکومت کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د خالي څوکۍ برخليک لا هم نامعلوم دی.

ترکيې ته د جنرال دوستم له سفر څو مياشتې وروسته، لا هم نوموړی بېرته کابل ته نه دی راستون شوی او ترکيې ته تر تلو مخکې، چې د څه مودې لپاره په کابل کې و، هم خپلې دندې ته ستون نه شو.

راپورونه وايي د جنرال دوستم يو شمېر ګوندي ملګرو له ولسمشر غني سره کتلي او له حکومته يې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

تر دې کتنې وروسته هغو ګنګوسو يو ځل بيا زور اخيستی چې ګواکي حکومت د دوستم د خالي څوکۍ د ډکولو هڅې پيل کړې دي.

له حکومت سره د جنبش ګوند د غړو دغه خبرې اترې د جنرال دوستم له مشورې او د دغه ګوند د رهبرۍ له همغږۍ پرته شوې دي.

د جنبش ګوند مرستيال او جنرال دوستم ته نږدې کس عبدالله قرلق هم وايي، چې د ګوند غړو يې له جنرال دوستم او د ګوند له رهبري پلاوي سره تر همغږۍ پرته له ولسمشر غني سره کتلي دي.

قرلق خبرداری ورکوي، چې هېڅوک د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د ځايناستي په اړه له ولسمشرۍ ماڼۍ سره مذاکرات او خبرې نه شي کولی.

 

جنرال دوستم تېرکال د خپل يوه سياسي سيال احمد خان اېشچي په جنسي ځورونې تر تورنېدو وروسته خپلې دندې ته نه دی حاضر شوی.

نوموړی له څو مياشتو راهيسې په ترکيه کې دی او يو ځل يې وغوښتل چې افغانستان ته راشي خو د بلخ په هوايي ډګر کې يې الوتکې ته د کېناستو اجازه ور نه کړل شوه.

اوس د ملي جنبش ګوند وايي، چې دوستم په خپله کابل ته د راستنېدو په اړه له حکومت سره اړيکې نيولې دي.

د ملي جنبش ګوند مرستيال عبدالله قرلق وايي، هيلې شته چې دوستم ډېر ژر افغانستان ته راستون شي.

«اړيکې شته، خپله دوستم له حکومت سره اړيکې نيولې دي، له همدې امله هيلې شته چې ډېر ژر افغانستان ته راشي».

د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه د جنرال دوستم پر ځای د بل چا د ټاکل کېدو خبرې تر هغې وروسته بيا راپورته شوې دي چې جنبش ګوند حکومت د دوستم پر خلاف په توطيې جوړولو تورن کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *