جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو يوه بوډۍ ښځه د جاسوسۍ په تور وژلې

طالبانو يوه بوډۍ ښځه د جاسوسۍ په تور وژلې

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو ګرمسیر ولسوالۍ کې يوه ۸۵ کلنه بوډۍ ښځه دولت سره د همکارۍ په تور وژلې ده.

د هلمند د والي وياند ځواک رسنيو ته وویل، طالبانو څو ورځې وړاندې دغه ښځه تر خپل واک لاندې یوې سیمې بازار کې له موټره کوزه کړې او له ځانه سره یې وړې ده.

دی وايي، طالبانو دا ښځه له وژلو وروسته بله سیمه کې غورځولې ده.

د هلمند د والي ویاند زیاتوي، دواړې پېښې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له دولت سره د همکارۍ په تور وژنې کومه نوې خبره نه ده.

د هلمند د ولایتي شورا منشي عبدالمجید اخوندزاده بي بي سي ته ویلي چې، دا مېرمن “طالبانو په دې تور وژلې، چې ولې هغه مهال چې دغه سیمه د حکومت په لاس کې وه، کورنۍ یې د حکومت پلوي کړې”.

ښاغلی اخوندزاده وايي، دغه مېرمن څو ورځې ورکه وه او بیا یې مړی وموندل شو.

وړاندې هم څو ځلې په رسنیو کې له دولت سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا د نیول شویو کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: