یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / سوداګرۍ خونه: افغان سوداګرو ته دې اسانتیاوې رامنځ ته شي

سوداګرۍ خونه: افغان سوداګرو ته دې اسانتیاوې رامنځ ته شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پلاوي په مشرۍ، یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو د کراچۍ له نړیوال نندارتونه لیدنه وکړه. دا ليدنه داسې مهال کېږي چې افغانستان له نړۍ سره دسوداګريزو راکړو ورکړو نوې لارې پيداکړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن شنبه وویل، په دغه نندارتون کې افغان پلاوي له پاکستاني پلاوي سره د ټرانزیټي او د پاکستان له لورې د ګمرکي تعرفې د لوړوالي پر ستونزو هم خبرې کړې دي.

ښاغلي پسرلي وویل:

“موږ هیله لرو چې له پاکستان سره دغه ستونزې د وخت په تېرېدو سره هوارې شي، دا ډول نندارتونونه د دې لامل کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي او په راتلونکې کې افغان سوداګرو ته د مزاحمتونو پر ځای، اسانتیاوې رامنځ ته شی.”

ښاغلی پسرلی وايي، د دغې لیدنې په پای کې به، د افغان سوداګرو او د پاکستان د وریژو د صادراتي شرکتونو د مسؤلینو ترمنځ، یو تفاهم لیک هم لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: