سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان طالبان به د خپلو پاکستانيو علماوو فتوا ومني؟

افغان طالبان به د خپلو پاکستانيو علماوو فتوا ومني؟

سره له دې چې د طالبانو اکثره مشرانو په پاکستاني مدرسو کې زده کړې کړي او د پاکستاني ملایانو شاګردان دي خو دا احتمال کم دی چې د پاکستاني دیني عالمانو فتوا دې د افغانستان د جګړې د شدت په کمولو کې مرسته وکړي.

ډان ورځپاڼه په عین حال کې د پاکستاني دیني عالمانو لپاره دا سخته بولي چې فتوا ورکړي چې «د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان او نورو اسلامي هیوادونو په شان یو مسلمان او اسلامي هیواد دی او د هغه پر ضد جګړه ناروا ده.»

ډان ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې لیکلي چې له پاکستان څخه دا غوښتنه په اکتوبر میاشت کې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه د سفر په لړ کې وشوه.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس سره له دې چې باجوه افغان چارواکو ته ژمنه ورکړه چې پاکستاني دیني عالمان به د طالبانو خلاف فتوا ورکولو ته وهڅوي خو عملاً پاکستاني رسنۍ او چارواکي په دې اړه څه نه وايي.

ورځپاڼې همداراز لیکلي چې کابل ته د جنرال باجوه له سفره وروسته د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو او د بې باوریو د پای ته رسېدو په شان د موضوعاتو خبرونه خپاره شول خو په دغو خبرونو کې افغان چارواکو ته د طالبانو پر ضد د فتوا ژمنې ته اشاره ونه شوه.

ډان ورځپاڼه وايي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ډېره هڅه وکړه چې داسې یوه فتوا له مولانا فضل الرحمن او مولانا سمیع الحق څخه واخلي، خو کرزی په خپل دې هدف کې بریالی نه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: