دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان د اسياکپ فاينل کې پاکستان ته ماتې ورکړه

افغانستان د اسياکپ فاينل کې پاکستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د اسيا کپ فاينل کې پاکستان ته په ۱۸۶ رنزونو ماتې ورکړه او د اسيا کپ اتل شو.

د اسيا کپ فاينل کې د افغانستان لوبډلې ـ پاکستان ته د ګټې دپاره د ۲۴۹ رنزونو هدف ورکړی او په ځواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۲۳م اوور کې په ۶۳ رنزونو اؤټ شو.

د پاکستان په لوبغاړو کې يو هم په ۲۰ رنزونو جوړولو نه دی بريالی شوی او درې لوبغاړي يې په صفر اؤټ شوي دي.

د افغانستان مجيب ځدران د پاکستان پينځه او قېص احمد درې لوبغاړي اؤټ کړه.

له دې وړاندې

د فاينل پچه يا ټاس پاکستان ګټلی او افغانستان يې وړومبی بېټنګ ورکړی ؤ.

د افغانستان لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې په اووه لوبغاړواؤټ کېدو ټول ۲۵۸رنزونه جوړ کړه.

د افغانستان په لوبغاړو کې اکرام علي تر ټولو زيات ۱۰۷رنزونه جوړ کړه.

د افغانستان لوبډلې وړومبی وکټ په مجموعي ۶۱ غورځېدلې او ګوربز په ۴۰ رنزونو اؤټ شوی، دوېم وکټ په ټول ۹۱ باندې لاړو چې ابراهيم ځدران په ۳۶ رنزونواؤټ شو.

درېم لوبغاړی رسول په ۱۸، څلورم نثارالله وحدت په اووه ، پينځم طارق ستانکزی په ۵ ، شپږم قېص په ۱۴، او نوين په دوه رنزونو جوړولو کې کامياب شوی ؤ.

د پاکستان بالرانو کې

افغانسان په سيمي فاينل کې نيپال ته او پاکستان بنګله دېش ته ماتې ورکړې او فاینل ته رارسېدلي وو.

د اسيا اته لوبډلې افغانستان، پاکستان، سري لنکا، متحده عرب امارات، بنګله دېش، نيپال، هند او مالي په دې سيالو کې ولوبېدې.

دغه ټولې سيالۍ چې په کولالمپور کې وشوې د روانې میاشتې په لسمه نېټه پېل شوې وې او نن په ۱۹ نومبر د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: