شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغان هوايي ځواک به له وسله والو ورپاتې سيمې ونيسي

افغان هوايي ځواک به له وسله والو ورپاتې سيمې ونيسي

دامریکا ډان ورځپاڼې دنیکلسن په حواله  ویلي چي افغان ځواکونه یواځې دهوايي ځواک اړتیا پوره کولو سره داوړتیا لرلای شي چي دوسله والو څخه نیول شوي سیمې بیرته ونیسي،خودبهرنيو ځواکونو په ملتیاپورې اړه لري.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان، جنرال جان نېکلسن کندهار کې دیوې غونډې په مهال ویلي چې د افغانستان د هوايي ځواک د شمېر درې برابره زیاتېدل به د وسله‌والو طالبانو د”خاتمې پیل” وي هغه داهم زیاته کړې چي د افغانستان د ګاونډیو په استازیتوب جنګ بند کړئ! د بې‌ګناه ملکي وګړو وژل بند کړئ! وسلې پر ځمکه واچوئ! په دې هېواد کې ځان او خپلو کورنیو ته ښه راتلونکې جوړه کړئ! که داسې ونه‌کړئ، وبه وژل شئ، ځکه د افغانستان هوايي ځواک به له اسمانه پر تاسو حملې کوي.”

په یاده غونډه کې افغان ولسمشرهم په وسله والوږغ کړی چي د زور او وسلې له لارې دوی بری نه شي ترلاسه کولای ،باید دسولې لاره غوره کړي.

ټرمپ هم دخپلې نوې جنګۍ پالیسي اوستراتیژۍ په لومړی پړاو کې ۸۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت دهوايي ځواک پیاوړتیا له لومړیتوبونو وګڼله او په دې وروستیوکې یې افغان دولت سره یوداسي قرارداد منظورکړی چي له مخې یې ۵۹ بلک هاوک هلیکوپټرې افغان هوايي ځواک ته ورکول کیږي ترڅو دوسله والو طالبانو ټول جوړشوی مرکزونه له منځه یوسي. هغه بل په ګاونډیانو هم غږ کړی چي نور وسله والو ته خوندي ځايونه اوپټنځایونه نه شي ورکولای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *