سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغان ولسمشر دیوې متل شوې خبرې په کولو له مېرمنو بښنه غوښتې

افغان ولسمشر دیوې متل شوې خبرې په کولو له مېرمنو بښنه غوښتې

په افغان ټولنه کې د نر او ښځې د نورو ډېرو ذاتي توپيرونو تر څنګ يو توپير دا هم دی، چې ښځې لوپټې او ټکري په سر کوي او نران پګړۍ تړي. کله چې کوم څوک د خپل ناوړه کار له امله رټل کېږي او يا هم په بې غيرتۍ تورنيږي، نو ورته ويل کېږي چې ټکری په سر کړه او يا هم دا چې بنګړي واچوه.

جمهور رئيس محمد اشرف غني په همداسې يوه خبره د خپلو پرونيو څرګندونو له كبله له مېرمنو بښنه غوښتې ده.
هغه، چې پرون يې د کورنيو چارو له وزارت څخه د ملي دفاع وزارت ته د افغان سرحدي ځواکونو د لېږد په مناسبت غونډې ته وينا کوله وويل، هر څوک چې ادعا کوي د هېواد يو لوړ رتبه غړى يا د منځنۍ کچې مامور او يا نور له داعش سره ملګري دي، جرات دې وکړي، محکمې ته دې حاضر شي او خپله ادعا دې ثابته کړي، کنه ټيكرى دې په سر كړي.
د هېواد د جمهور رئيس دا څرګندونې د ښځو د حقونو د فعالانو له توند غبرګون سره مخ شوې او هغه يې مېرمنو او ټيكري ته سپكاوى وباله.
خو نن د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د جمهور رئيس غني د تېرې ورځې خبرې ناسمې تعبير شوې دي.
د سرچينې په خبره، د هېواد جمهور رئيس د ښځو د حقونو له ملاتړو څخه دى او په تېرو درېيو كلونو كې يې د مېرمنو لپاره ډېر كار كړى دى.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، جمهور رئيس غني تل افغان مېرمنې زړورې، باعزته او توانمندې بللي او بيا بيا يې په سياست، ټولنه او فرهنګ کې د هغوى د رول يادونه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *