سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان ولسمشر د اسیا کپ په ګټلو لوبډلې ته مبارکي ويلې

افغان ولسمشر د اسیا کپ په ګټلو لوبډلې ته مبارکي ويلې

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپل هېواد د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې ته د اسيا کپ په ګټلو مبارکي ويلې او د وياړ څرګندونه يې پرې کړې ده.

ولسمشر اشرف غني په ټويټر ليکلي، “زه خپلو ۱۹ کلنو اتلانو ته مبارکي وايم ، دوی اوس د اسيا نوي اتلان شو، او زه په دوي وياړم”.

اجرايي ريس عبدالله عبدالله او ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې ته په بريا مبارکي ويلې ده.

عبدالله عبدالله په ټويټر ليکلي، “مونږ اتلان شو، زه وياړم او ملت ته په دې ستره بريا مبارکي وايم، افغان ۱۹ کلنو تاريخ جوړ کړ او په تاريخ کې به په وړومبي ځل اسيا کپ هېواد ته راوړي”.

ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله ټويټر پاڼه” افغان کرکټ بورډ او ځوانانو ته مبارکي وېلې چې دا بريا څرګندونه کوي چې افغانستان کې د کرکټ راتلونکی روښانه دی”.

د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې لوبغاړو او عامو خلکو د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو ۱۹کلنې لوبډلې ته اومبارکۍ ويلي او د اومبارکو توده لړۍ روانه ده، افغانان خوشحالۍ نمانځي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې نن د يکشنبې په ورځ اسيا کپ کې پاکستان ته غټه ماتې ورکړې ده او په وړومبي ځل د اسياکپ اتل شوی دی.

افغانستان په فاينل سيالۍ کې وړومبی بيټنګ کړی او پاکستان ته يې د ۲۴۹ منډو هدف ورکړ، په ځواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۲۳م اوور کې په ۶۳ منډو وسوځېدل او افغانستان ورته په ۱۸۵ رنزونو ماتې ورکړه.

د اسيا د اتو هېوادونو افغانستان، پاکستان، سري لنکا، متحده عرب امارات، بنګله دېش، نيپال، هند او مالي لوبډلې د اسيا کپ په دې سيالو کې ولوبېدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: