چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغان ولسمشر: د فلسطینیانو برحقه حقونه او غوښتنې باید تامین شي

افغان ولسمشر: د فلسطینیانو برحقه حقونه او غوښتنې باید تامین شي

دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني وایي دبیت المقدس معامله یوازې په اعلامیو نه هواریږي بلکې افغان حکومت به په دغه هکله په هر مناسب فورم غږ پورته کړي.

غني په ارګ کې دیني عالمانو سره یوه کتنه کې ویلي چې اقصی جومات، قدس شریف او فلسطین درې واړه د نړۍ مسلمانانو ته ځانګړی ارزښت لري او دغه حقیقت دامریکا په ګډون ټولې نړۍ ته واضحه دی.

هغه وویل د بیت المقدس داسرائیل پلازمینې ګرځولو اعلان سره د افغانستان او دنړۍ د ټولو مسلمانانو زړونه غمجن دي او د دوی اندېښنې يې په خپله اعلامیه کې واضح کړې دي.

ښاغلي اشرف غني وویل اسلامي نړۍ په هلو ځلو بوخت ده چې دبیت المقدس په اړه خپل یووالی نور هم پیاوړی کړي اؤ د افغانستان حکومت به په ټولو نړیوالو سازمانونو او ناستو کې د افغانستان د خلکو د دریځ استازیتوب او ملاتړ وکړي.

هغه په ټینګار سره وویل، د فلسطینیانو برحقه حقونه او غوښتنې باید تامین شي.

دا په داسط حال کې ده چې دجمعې په ورځ په افغانستان کې دامریکا لخوا دبیت المقدس داسرائیل دپلازمینې په توګه د منلو پر ضد په زرګونو افغانانو احتجاجي مظاهرې کړې وې او دامریکا ملي بیرغونه یې سوځولي وو.

ښاغلي اشرف غني په دې خبره هم خوښي وښودله چې دغه مظاهرې په پرامنه ډول شوي او دمظاهرو جوړونکو ورانکارو ته خپلو صفونو کې ځایې نه دی ورکړی.

دامریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ دچهارشنبې په ورځ دبیت المقدس داسرائیل دپلازمینې په توګه دمنلو او دخپلې سفارتخانې تل ابیب نه یروشلم ته د منتقل کولو اعلان کړی و چې په هغې دنړیوالې ټولنې اؤ اسلامي هیوادونو لخوا سخت غبرګون رامخې ته شو.

فلسطیني چارواکو د ټرمپ داعلان په غبرګون کې ویلي وو چې امریکه ددغه پریکړې نه وروسته منځني ختیز کې دامن عمل کې دیو بې طرفه منځګړي حیثیت دلاسه ورکړی دی او د اسرائیل په ډاګیز ملاتړ یې ځان ددغه کشالې یو اړخ جوړ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: