پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان ولسمشر وايي دولتي ادارې بهرني توکي نه شي پیرلای

افغان ولسمشر وايي دولتي ادارې بهرني توکي نه شي پیرلای

له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په برخه کې جمهور رئیس ټولو دولتي ادارو ته خبرداری ورکړ چې له دې ورسته بهرني توکي نه شي پیرلای. ښاغلي غني همدا راز ژمنه وکړه چې له دې وورسته به افغانستان ته د سوداګریزو توکو هر راتلونکی واګون به خالي نه، بلکې بېرته په افغاني توکو ډک ځي.

د ښاغلي غني په خبره، افغان حکومت به د خصوصي سکټور په مرسته افغانستان له وارداتي هېواد څخه په صاداراتي بدل کړي، خو دغه کار د افغان صنعت کارانو له مرستې پرته ممکن نه دی.

افغان صنعت کاران که څه هم د ټرانیزیټ په برخه کې د حکومت هڅې ستایي، خو سپارښتنه یې دا ده چې حکومت باید پر خصوصي سکټور لا ډېره پانګونه وکړي.

د صنایعو او معدن د خونې رئیس شیرباز کمین زاده په دې اړه وايي:

“د ګڼو ستونزو باوجود چې تاسو زموږ ملاتړ کوئ، موږ مننه کوو، یو وړاندیز هم لرو، موږ د نندارتون لپاره مناسب ځای نه لرو، که خصوصي سکټور ته اجازه ورکړئ چې د حضوري چمن په سیمه کې چې موږ کوم ځای لرو، بېرته یي ورغوو، تر څو په اینده کې هلته داسې نندارتون جوړ جوړ کړو چې ټول پرې وویاړي.”

که څه هم جمهور محمد اشرف غني وايي چې افغان صنعت کاران او خصوصي سکټور د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول لري، خو افغان صنعت کاران وايي چې د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ یو شمېر حکومتي ادارې د دوی د ستونزو د حل پرځای له دوی غیرې قانوني غوښتنې لري او په دې ترتیب به مشکله وي چې خصوصي سکټور او یا صنعت کاران لا ډېرې پانګونې ته زړه ښه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: