یکشنبه , مارچ 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان ولسمشر: پاکستان له افغان دښمنه ډلو ملاتړ کوي

افغان ولسمشر: پاکستان له افغان دښمنه ډلو ملاتړ کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په پلازمینې کابل کې د لوړپوړي پلاوي یا سام په ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې پاکستان دې د حکومتونو په کچه د خبرو لپاره خپل هڅې چټک کړي تر څو په سیمه کې سوله او امنیت تامین کړای شي.

ولسمشر غني پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ ترڅو د جنګ او تاوتریخوالي پر ځای د خبرو تګلاره غوره کړي او د مرمیو پر ځای له رای پاڼې او د خرابیو پر ځای د بیارغونې لاره خپل کړي.

افغان ولسمشر له دې ړاندې هم پر پاکستان غږ کړي و تر څو د حکومت پ کچه له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.

هغه تیره میاشت وویل « موږ هر اړخیزو مذاکراتو ته تیاری لرو او له پاکستان سره سوله زموږ په ملي اجنډا کې ده. هغه ټینګار وکړ چې دا هېواد هیڅوک په زور نشي مجبورولی او موږ د سیمې د هوساینې او سوکالۍ تامین ته تیار یوو.»

نوموړې زیاته کړه «مخالفین باید دا انتخاب کړي چې  د افغانستان دي او د دې وطن د مور شیدې یې روږدلي ، یا د نفاق او شقاق وسیله دي.»

افغان چارواکي وایي په هېواد کې روانه تاوتریخوالې پر افغانستان د تپل شوي جنګ سره ریښې لري.

چارواکي زیاتوي، چې پاکستان د طالبانو او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي، ملاتړ کوي، پټنځايونه ورکوي، او د هغوي اکمالاتو په چارو کې مرستې کوي.

د چارواکو په وینا، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: