چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / “افغان پلاوی له شانګهای غونډې پنځه غوښتنې لري”

“افغان پلاوی له شانګهای غونډې پنځه غوښتنې لري”

د روسیې پلازمېنه د شانګهای همکاریو تړون د افغانستان د تماس غونډې کوربه دی.

په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی هم له یوه لوړپوړي پلاوي سره مسکو ته رسېدلی دی.

د دغه زارت ویاند وايي، د غونډې ګډونوال په افغانستان کې پر روان وضعیت او د اوسني کړکېچ او ننګونو په هکله پر حل لارو او د افغانستان او شانګهای پر خپلمنځي همکارۍ خبرې کوي.

د نوموړي په خبره، افغان پلاوی په شانګهای غونډه کې پر پنځو خبرو ټینګار کوي.

“اول دا چې دا ناسته د افغانستان په هکله ده او افغان حکومت تل ټینګار کوي چې د افغانستان په هکله هره غونډه کې باید افغان حکومت یې د مشرۍ په کچه وي. دوی ټینګار په دې کوي چې دا ناستې مشترکه مشرتابه ولري او یو مشر یې هم افغانستان وي”.

شکیب مستغني وايي، د افغان پلاوی له دې غونډې غواړي چې افغانستان ته په شانګهای تړون کې بشپړ غړیتوب ور کړي.

“دریم ټکی دا چې د شانګهای تړون غړي هېوادونه په بشپړ ډول له افغانستان سره په، امنیت، ترهګرۍ له منځه وړلو او ټیکاو راوستلو کې همکاري ولري”.

“څلورمه غوښتنه به دا وي چې دا تړون افغانستان سره شانګهای غړي اقتصادي همکاري زیاته کړي او پنځه هم شانګهای غړي د افغانستان په مشرۍ د سولې د ټولو هڅو ملاتړ وکړي”.

په مسکو کې د افغانستان په هکله شانګهای تړون غونډې لړۍ د تیرکال په وروستیو کې پیل شوه.

د دې لړۍ لومړۍ ناسته د پروسږکال د ډیسمبر پر ۲۷ وه، چې یواځې روسیې چین او پاکستان پکې ګډون درلود او افغان حکومت ور بلل شوی نه و.

ګډونوالو ویل په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره باید د طالبانو ځینې نومونه د بندیزونو له نوملړه وایستل شي.

دا غونډه د افغان حکومت له نیوکو سره مخ شوه او مسکو وویل، چې بلې ناستې ته به کابل هم ور وبولي.

د اپرېل پر ۱۴ په دویمه غونډه کې افغان حکومت ګډون درلود، خو امریکا نه وه.

په دې ناسته کې پر وسلوالو طالبانو غږ وشو چې له جګړې لاس پر سر شي او له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

په دې ناسته د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، روسیې، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و.

په نننۍ ناسته کې هم د شانګهای تړون پر غړو هېوادونو سربېره د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیران هم برخه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: