شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / افغان پوځي پلاوي له پاکستانيو پوځي چارواکو سره خبرې کړي

افغان پوځي پلاوي له پاکستانيو پوځي چارواکو سره خبرې کړي

د افغانستان د پوځ يو پلاوي د پاکستان د پوځي چارواکو سره په داسې حال کې ليدلي دي، چې د جمعې په ورځ پېښور کې د بريد وروستو پاکستاني پوځ بيا ادعا کړې چې طالبانو دغه بريد په افغانستان کې پلان کړی و، خو دا هغه ادعا ده چې تل افغانستان کړې ده

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ويلي د افغان پوځ ډايريکټر جنرال ملټري اپريشن د پلاوي سره د پنج شنبې په ورځ پاکستان ته راغلی و.

د پاکستان د پوځ لوړ پوړو چارواکو سره په ليدنه کې افغان پوځي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېورنډ په نامنلې کرښه د ترهګرو د پورې او راپورې غاړې بريدونو د مخنيوي او امنيت په اړه خبرې اترې کړي دي.

د جمعې په ورځ پېښور کې د کرنې ادارې په روزنيز مرکز د برید زمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.

په دغه بريد کې شپږ زده کوونکي، دوه پوليس او يو د ادارې ساتونکی وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بريد زمه واري منلې نو د دې نه دا ثابتيږي،

چې ” ټي ټي پي چې په افغانستان کې ناسته ده هغو دا بريد پلان کړی او عملي کړی يې دی او ترهګرو چې بريد کولو په دغه مهال يې په افغانستان کې د خپلو مشرانو سره رابطه روانه وه”.

هغه ويلي ترهګري کوونکي دا وخت په افغانستان کې موجود دي.

که څه هم د پاکستان د پوځ د تازه ادعا په اړوند د افغانستان کوم غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی خو افغانستان تل دغه ډول اندېښنې له پاکستانه لري، افغان چارواکي وايي ترهګر که په هر ځای کې دي، مګر ځاله يې د پاکستان خاوره ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال پېښور کې په زرعي تربيتي اداره د ترهګر بريد په سختو ټکو کې غنده کړې او برید کې د بې ګناه زده کوونکو په وژنه يې د خفګان څرګندونه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: