جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان ځوانان وايي ټولنیزې رسنۍ دې کنترول شي، نه بندې

افغان ځوانان وايي ټولنیزې رسنۍ دې کنترول شي، نه بندې

ګڼو ځوانانو د افغان حکومت لخوا په واټس اپ او ټیلیګرام بنديزونو په اړه وېشلی غبرگون ښودلی دی.د وی په ټولنيزو رسنیو شوو سوالونو په اړوند بېلابېل مثبت او منفي نظرونه څرګند کړي دي.

يو افغان ځوان پدې اړه په خپله تبصره کې لیکلي، تر هرڅه مخکې باید غیر قانوني سیمکارتونه کنټرول شي چی هغه امنیت ته تر دی ستر ګواښ دی خو ټولنیزی رسنۍ باید کنترول شی نه بندې.

عبدالله صبور  لیکلي، افغان حکومت دې لومړی اساسي مسلې لکه امنیت، بې ثباتۍ، بې روزکارۍ او نورې ستونزې حل کړي بیا دې د واټس اپ او ټلیګرام د بندولو تکل وکړي.

ګڼو نورو ځوانانو د حکومت ددغه اقدام هرکلی کړی او په خپلو تبصرو کې یې لیکلي دي چې که د هېواد امنیت ته ورڅخه زیان رسیږي نو ښه ده چې بندې شي.

که څه هم پدې اړه به وروستۍ پریکړه نن د شنبې په ورځ اعلانیږي خو د افغانستان د مخابراتو د وزارت یوه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط رسنيو ته وویل، چې دا پریکړه د امنیتي اندیښنو له مخې شوې ده.

ده زیاته کړه، د افغانستان امنیتي ادارو ورڅخه د یادو ټولنیزو رسنیو د موقتي ځنډیدو غوښتنه کړیده چې یوازې د شلو ورځو لپاره به د ټولو مخابراتي شرکتونو له خوا عملي شي.

دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت په رسمي ډول د دوو تولنیزو رسنیو د فعالیت د ځنډولو په اړه فکر کوي.د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په یوه بیان کې د دې لنډ مهاله بندیز هدف تخنیکي ستونزه ګڼلي ده.

خو دغې پرېکړې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په نامه یو شمېر ادارې اندېښمنې کړی دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: