سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان ځواکونه دلسګونو نورو زغروالو ټانګونو سره پیاوړي شوي

افغان ځواکونه دلسګونو نورو زغروالو ټانګونو سره پیاوړي شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي افغان امنیتي ځواکونو ۴۹۵ جنګي زغره وال ټانکونه له امریکا څخه تر لاسه کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ټانکونه تیره اونۍ امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي چې وروسته بیا د کمانډو، ۲۰۱سیلاب، ۲۰۳تندر، ۲۰۵اتل، او ۲۰۹ شاهین قول اردوګانو باندې ویشل شوي دي.

چارواکي وایي د دې ټاکنونو په تر لاسه کولو سره د ملي اردو جنګي مهارتونه زیات شوي او اوس کولی شي چې د دښمن ځالې له منځه یوسي.

اعلامیه کې راغلي چې د ملي اردو ځواکونه د څلور کلن پلان سره سم د خپلې وړتیا د لوړولو لپاره ګامونه پورته کړي او راتلونکي کې به نور پرمخ تللي تجهیزات هم ترلاسه کړي.

دغه وزارت همداشان ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۵ ساعتونو کې د هیواد په یو شمیر سیمو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ۴۲تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: