شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان چارواکي وايي د ترهګرو بهرني ملاتړي دغه ډلې ورکېدو ته نه پرېږدي

افغان چارواکي وايي د ترهګرو بهرني ملاتړي دغه ډلې ورکېدو ته نه پرېږدي

په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې د نورو هېوادونو له لوري پیاوړې کېږي او دوی یې ملاتړ کوي. کارپوهان وايي دا ملاتړ همدومره نه دی، بلکې هغه ترهګر چې په جنګ کې وژل کېږي، د وسله والو بهرني ملاتړي يې پر ځای نور روزي او په دې ترتيب په افغانستان کې جنګي ډلې ورکېدو ته نه پرېښودل کېږي.

د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې یې د منځنۍ اسیا د تلپاتې امنیت او ثبات تر عنوان لاندې کنفرانس کې خبرې کولې ویلي، چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه نه ده روانه، بلکې هلته مېشتې ترهګرې ډلې بهرني ملاتړي لري او هدف یې د سیمې د هېوادونو نا امنه کول دي.

هغه په ښکاره د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو په وینا یې په افغانستان کې د شته ترهګرو ډلو موخه یوازې افغانستان نه بلکې د سیمې نور هېوادونه دي. رباني د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همغږۍ رامنځ ته کول اړین بللي دي او په وینا یې وروستیو تحولاتو وښوده چې د سیمې د هېوادونو امنیت او ثبات له یو بل سره تړلی دی، نو دغه هېوادونه باید د دښمنانو پر وړاندې سره یو لاس شي.

صلاح الدین رباني همدا راز د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې اقدامات وکړي او په دې توګه په راتلونکې کې د پېښېدونکي ناورین مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: